د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د وينزويلا د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د مې د ۲۰ مې نېټې په شپه اعلان وکړ، چې د واکمن يووالي سوسياليزم ګوند کانديد او اوسنی ولسمشر نيکولاس مادورو بيا په ټولټاکنو کې بريالی شو.
د وينزويلا د ولسمشرۍ ټولټاکنې د روانې مياشتې په ۲۰ مه نېټه تر سره شوې او په همدې ورځ د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې هم د قوانينو جوړونکې کميټې ټاکل شوې دي. د ولسمشرۍ راتلونکی ماموريت به له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې وي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |