د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د دفاع وزارت د ذروي خطرونو د کمښت د مرکز مسئول رېريکوف د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه وويل چې امريکا لاهم د منځني واټن لرونکي بالستيک توغنديو د تړون له مخې منع شوي توغندي توليدوي.
نوموړي په همدې ورځ د دې وزارت له رسمي ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې امريکا د توغندي ضد سيستم د پرمختګ لپاره يو لړ لنډ او منځني واټن لرونکي بالستيک توغندي توليد کړي چې د نښه ويشتونکو توغنديو په توګه ښايي وکارول شي او د الوتنې واټن په شمول ځيني جنګي کاري توان او ګرافونه يې د ياد تړون له مخې منعه شوي دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |