د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لو کانګ د مې په ۲۱ مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې چين به د ايران د هراړخيز اټومي تړون د ګډې کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي. همدارنګه نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين به په مداومه توګه دغه تړون وساتي او پلی به يې کړي.
د اړوند خبر له مخې، ايران، چين ، روسيه، فرانسه، جرمني، بريټانيا به په ۲۵ مه نېټه د ايران د جامع اټومي تړون د ګډې کمېټې غونډه جوړه کړي. د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير وويل، چې دغه غونډه به له اټومي تړون څخه د امريکا د وتلو پر اغېزو او د پاتې شويو خواوو لخوا د دغه تړون د راتلونکي تطبيق پر لارو چارو وڅرخيږي. لوکانګ په دې اړه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پرمهال وويل، چې چين به په پرله پسې توګه دغه تړون وساتي او پلی به يې کړي.د چين د بهرنيو چارو د پوځي کنترول څانګې مشر وانګ چون به د چيني پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |