د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۲۱ مه نېټه وويل چې د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان به د روسيې او بلاروس حکومتونو په بلنه د روانې مياشتې له ۲۴ مې نېټې څخه تر ۲۹ مې نېټې پورې روسيې ته لاړ شي او د ۲۲ مې دورې د سانت پيتر سبورګ په نړيوال اقتصادي فورم کې ګډون به وکړي او بيا به له بلاروس څخه ليدنه وکړي.
لو کانګ په همدې ورځ وويل، چې اوس د چين او روسيې تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د تاريخ تر هر بل وخت ښې دي. د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتېژيکې لارښوونې لاندې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې تل په لوړه سويه کې پرمختګ کړی او په بېلا بېلو برخو کې يې په ژوره توګه همکارۍ پياوړې کړي دي.
لو کانګ وويل، چې په اوس وخت کې د چين او بلاروس تر منځ اړيکې د متقابل باور او ګډو برياوو پر بنسټ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې مرحلې ته رسېدلې دي. د دواړو هېوادونو د لوړپوړيو چارواکو ترمنځ تګ راتګ ښه ساتل شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اعتماد پياوړی شوی دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |