CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د چين او امريکا په اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې کې د ګډو نظريو تر لاسه کول د دواړو خواوو له ګټو سره سمون خوري.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-21 20:52:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د می په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د چين او امريکا په اقتصادي اوسوداګريزې سلامشورې کې د ګډو نظريو تر لاسه کول د دواړو خواوو له ګټو سره سمون خوري. چين نه غواړي چې حالت له ښه والي نه وروسته بيا ترينګلی شي. چين په دې اړه باور لري چې که چيرې دغه چارې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون وخوري، د دواړو حکومتونه مسؤليت لري چې دغه چارې پياوړې کړي.

لو کانګ په همدې ورځ وويل، چې چين هيڅکله نه غواړي چې د سوداګرۍ په شمول هره ساحه کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ترينګلې شي. د دوو لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه والی او په هره ساحه کې ښه تګ راتګ او همکارۍ د دواړو هېوادونو او خلکو له ګټو سره سمون خوري او حتی د نړۍ لپاره ګټور دي.

ځينو خبريالانو خبر ورکړ چې د امريکا يو شمېر چارواکو ويلي چې د چين او امريکا په اقتصادي سلامشوره کې د تړون لاسليکول يوازې لنډ مهالی اور بند دی. د امريکا اوسنی موډل دا دی چې لومړی اوضاع ترينګلې کړي، بيا يو لنډ مهالي تړون لاسليک کړي او له لنډې ارامتيا وروسته يو ځل بيا ترينګلتيا پېښه وکړي. لو کانګ په دې اړه وويل، د لنډې مودې له لحاظه، که د چين او امريکا د حکومتونو ترمنځ يو ښه تړون او د دواړو خواوو لخوا يو د منلو وړ نتيجه تر لاسه کړي، البته دواړه هېوادونه غواړي د دغه تړون مراعات وکړي. موږ نه غواړو حالت بيا ترينګلی شي. باور لرو چې اوسنۍ پايله د دواړو هېوادونو د خلکو او د صنعتي او سوداګريزو ساحو لخوا د هر کلي وړ ده. دا د ټولې نړۍ د خوښۍ وړ ځای هم دی.

همدارنګه يې څرګنده کړه چې د اوږدې مودې له لحاظه، د اقتصاد او سوداګرۍ په شمول د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو د څلوېښتو کلونو راپدېخوا حالات همېشه متزلزل دي. د دوو لويو اقتصادي ډلو په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د زياتوالي سره سم امکان شته چې په راتلونکې کې به نوې شخړې، توپيرونه او بېل نظرونه رامنځته شي. خو که چيرې چين او امريکا دې ته وګوري چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړيکو پرمختګ د دواړو خواوو او خلکو له ګډو ګټو سره سمون خوري، توپيرونه به کنترول شي او حالت به ترينګلی نه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای