CRI Online

ليو هه د چين او امريکا د واليانو په څلورم فورم کې د امريکا له عمده استازو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-21 21:18:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د چين مرستيال صدراعظم ليو هه د می د ۲۱مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د دواړو هېوادونو د واليانو په څلورم فورم کې د امريکا له عمده استازو سره وکتل چې پکې د امريکا د الاسکا ايالت له والي بيل والکير او د نوي مکسيکو ايالت مرستيال جون سانچيز شامل وو.

ليو هه وويل، تازه له واشنګټن څخه بېرته راستون شوي يم. دا ځل چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ په اړه مثبتې، مؤثرې او ګټورې خبرې اترې کړې دي او ځينو مهمو ګډو نظريو ته رسېدلي دي چې دا د دواړو هېوادونو او حتی د ټولې نړۍ د خلکو له ګټو سره سمون خوري. ياد فورم د دوه اړخيز ځايي تګ راتګ لپاره يو مهم نظام دی. هيله لرم چې دواړې خواوې په دې فورم کې په زياتو ساحو کې ځايي همکارۍ پياوړې کړي او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ پياوړی کړي.

والکير او سانچيز وويل، چې ټوله نړۍ د امريکا او چين ترمنځ د ګډو نظريو تر لاسه کول لمانځي. امريکا غواړي د سوداګرۍ او پانګونې، د شين رنګ پرمختګ او بشري کولتوري تګ راتګ په برخو کې د چين له بېلا بېلو ځايونو سره لا ښې همکارۍ وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره خدمتونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای