CRI Online

وانګ يي د جرمني د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 09:30:38
وانګ يي د جرمني د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۲۱مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ارجنټاين په پلازمينه بوينس ايرس کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې له خپل جرمني سيال هايت ماس سره وکتل.

وانګ يي خپلو خبرو کې وويل، چين او جرمني ستره اغېزه لرونکي هېوادونه دي او د نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره مهمه دنده لري. دواړه خواوې بايد د بېلا بېلو کچو تګ راتګ وساتي، خپلمنځي ستراتيژيکې تبادلې، باور او همکارۍ دې پياوړې کړي.

ماس وويل، د جرمني حکومت او لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل له چين سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هیله لري چې له چين سره نږدې تګ راتګ وساتي او د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه له چين سره ستراتيژيکې تبادلې پياوړې کړي.

دواړو خواوو په عمده توګه د ايران د ذروي مسئلې په اړه د نظريو تبادلې وکړې او و يې ويل، دوی به د ايران د ذروي تړون جديت او صلاحيت او د ذروي وسلو د نه خپرېدو سيسټم وساتي. دوی موافقه وکړه چې په دې هکله به نږدې تبادلې وساتي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای