CRI Online

وانګ يي د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 10:17:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د می په ۲۱مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بوينس ايرس کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

هغه وويل چې د شلو هېوادونو د ډلې جوړونه او پرمختګ د څو اړخيز کېدو نوې څرګندونه او د نړيوالې ادارې او اصلاحاتو مهم پرمختګ دي .د دې ډلې د سرمشريز ميکانيزم د پيل په لسمه کاليزه کې پر څو اړخيز کېدو او نړيوالې ادارې بحث ډېر مهم اهميت لري. هغه زياته کړه چې روان کال د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو له ۴۰مې کاليزې سره برابر دی.له ۴۰ کلونو راهيسې په چين کې اووه سوه مليونه وګړي له بې وزلۍ څخه وتلي او د نړيوالو پرمختيايي چارو لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.مونږ به پر خپل پرمختګ د ټينګار کولو ترڅنګ د انسانانو د ګډو پرمختيايي چارو لپاره لازيات خدمتونه وکړو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای