CRI Online

چين د ټولو خلکو روغتيا ته لومړيتوب ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 10:20:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د روغتيايې چارو کميټې مسئول ما شياو وي د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه په ژنيو کې وويل چې چين د ټولو خلکو روغتيا ته لومړيتوب ور کوي او د غوره طبي خدمتي سيستم جوړونه او د طبي لګښتي بار کمښت يې د يوه مهم او کليدي کار په توګه ټاکلی او د اصلاحاتو ژورتيا يې د روغتيا د پرمخبيولو لپاره خوځنده ځواک بللی چې يوه خصوصيت لرونکې پرمختيايي لار يې پيدا کړې ده.

هغه زياته کړه چې چين په فعاله توګه په نړيواله روغتيايي اداره کې برخه اخيستې او د انساني برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو او په پراخو پرمختيايي هېوادونو کې د خلکو د روغتيا ساتلو لپاره يې هڅې کړي او کوي يې .

د روغتيايي چارو ۷۱ مه نړيواله غونډه په همدې ورځ د سويس په ژنيو کې پيل شوه چې شپږ ورځې به دوام ولري. د روغتيا د نړيوال سازمان د ۱۹۴ غړو هېوادونو شاوخوا څلور زرو تنو استازو په دې غونډه کې ګډون درلود.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای