CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ګواښ کړی چې پر ايران به ډېر سخت بنديزونه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 10:25:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ماک پومپيو د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه وويل چې که ايران اوسنۍ پاليسي بدله نه کړي، نو امريکا ور باندې ډېر سخت بنديزونه ولګوي.

هغه په همدې ورځ د امريکا په Heritage Fundationکې د ايران له ذروي تړون څخه تر وتلو وروسته د دې هېواد په مقابل کې د امريکايي تګلارې په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د ايراني حکومت اوسنۍ لاره د منلو وړ او ګټوره نه ده.امريکا به پر ايران باندې بې ساری پولي فشارونه واچوي تر څو ايران خپله تګلاره بدله کړي.

نوموړي د يادو بنديزونو د بندولو د مخکښو شرطونو په توګه له ايران څخه دوولس غوښتنې وکړې .هغه زياته کړه چې پر ايران باندې د امريکا بنديزونه تازه پيل شوي، که ايران اوسنۍ تګلاره بدله نه کړي، امريکا به يو لړ تدبيرونه ونيسي.که دغه بنديزونه په پوره توګه پلی شي، نو دا به په تاريخ کې ډېر سخت وي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای