CRI Online

وانګ يي د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 10:28:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د مې په ۲۱مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي په بوينس اريس کې د شلو هېوادونو د ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزير بوريس جونسن سره وکتل.

وانګ ايي وويل چې چين او بريټانيا په نړۍ کې دوه لوی هېوادونه دي او د م م د امنيت شورا دايمي غړي هېوادونه هم دي .د اوسني بې ثابته نړيوال حالت پر وړاندې دواړه خواوې بايد بايد ستراتيژيکې تبادلې وکړي او خپل منځي همکارۍ دې پياوړې کړي تر څو د دوه اړخيزو اړيکو د طلايي پړاو د پيل لپاره نوي محتويات زيات شي .

جونسن وويل چې د بريټانيا او چين ترمنځ اړيکې ډېرې مهمې دي. بريټانيا غواړي چې له چين سره د نظريو نژدې تبادلې وکړي او دوه اړخيزې او څو اړخيزې همکارۍ ور سره پياوړې کړي.د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په اوسنۍ نړۍ کې ډېر مهم همکاريز وړانديز ګڼل کيږي . بريټانيا هيله لري چې په دې برخه کې ګډون وکړي او د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي د دواړو هېوادونو ترمنځ د طلايي پړاو د يوې برخې په توګه وټاکي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای