CRI Online

شيزو ابي ښايي د کاکي ښوونيز انسټيټيوټ د مسئلې په اړه دروغ ويلي وي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 10:35:17
شيزو ابي ښايي د کاکي ښوونيز انسټيټيوټ د مسئلې په اړه دروغ ويلي وي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان د اېهيمی ولايت مشر د مې په ۲۱مه نېټه کانګرس ته نوی سند وړاندې کړ چې له مخې يې شينزو ابي په ۲۰۱۵ کال کې دا مالومات درلودل چې د کاکي ښوونيز انسټيټيوټ به د ويترنرۍ څانګه جوړه کړي، خو شينزو ابي د کانګرس د دفاع په علني غونډه کې ويلي و چې هغه په ۲۰۱۷ کال کې ياد مالومات تر لاسه کړي وو.

له دې امله چې شينزو ابي د کانګرس د دفاع په علني غونډه کې ويلي وو چې هغه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په کاکي ښوونيز انسټيټيوټ کې د ويترنرۍ څانګې د جوړېدو پلان په اړه مالومات تر لاسه کړي وو. که د اېهيمي ولايت د مشر لخوا د وړاندي شوي نوي سند محتويات تاييد شي، نو د کانګرس په دغه غونډه کې د شينزو ابي ويناوې به تر سخت شک لاندې راوستلی شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای