د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هوايي ډګر په شاوخوا کې د ترافيکي جام د حلولو لپاره، د مې له ۲۱مې نېټې څخه د نيپال د يوازيني هوايي ډګر يعنې د تريبهوان هوايي ډګر کاري وخت هره ورځ دوه نيم ساعته نور اوږد شوی، اوس ياد هوايي ډګر ۲۱ ساعته د خلکو پرمخ پرانيستې وي.
له دې څخه مخکې، د دې هوايي ډګر کاري وخت د سهار له ۶ بجو څخه د شپې تر دوولس نيم بجو پورې و، اوس به د دوهمې ورځې د سهار تر دريو بجو پورې وي.
د دې هوايي ډګر د يوې شمېرنې له مخې، د ډيزاين ظرفيت له مخې، ياد ډګر هر ساعت ۱۳۴۰ سيلانيان منلی شي، خو اوس دغه شمېره ۲۷۰۰ ته رسېدلې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |