د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هند د دفاعي څېړنې او پرمختګ سازمان اعلان وکړ چې د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه يې د اوږدې مودې د کارونې په موخه د براموس کروز توغندي ازموينه کې برياليتوب تر لاسه کړ چې له امله به يې د کارونې موده له لسو کلونو څخه پنځلسو کلونو ته لوړ شي.دا لومړی ځل و چې هند د ياد توغندي د کارونې مودې د اوږدوالي په موخه ازموينه تر سره کړه.
ياد سازمان وويل چې دغه توغندی د همدې ورځې د سهار په لسو بجو او څلوېښتو دقيقو د اوديشه له چانديپور اډې څخه وتوغول شو.د دې هېواد د دفاع وزيرې نيرملا سيتارامن د دې له امله اړوندې څانګې ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د دې ازموينې له امله به د توغنديو د زيرمې په برخه کې د دې هېواد د وسله وال ځواک لګښت تر زياتې اندازې پورې کم شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |