CRI Online

وانګ يي د سعودي د بهرنيو چارو له وزير عادل الجبير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 10:43:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په ۲۱مه نېټه، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ارجنټاين په پلازمينه بوينس ايرس کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې له خپل سعودي سيال عادل بن احمد الجبير سره وکتل.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چين او سعودي عربستان هراړخيز ستراتيژيکي همکاران دي او له يو بل سره تفاهم، ملاتړ او باور لري. د دواړو هېوادونو مشرانو دوستانه اړيکې ټينګې کړي چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو ټينګښت لپاره يې مهم لارښوونکی رول لوبولی دی. چين تل سعودي په منځني ختيځ کې د ډيپلوماتيکو چارو لومړيتوب خوا او د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو لپاره مهم همکار بولي او هيله لري چې دواړه خواوې به د توليدي توان، پانګونې، سوداګرۍ، انرژۍ او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې په برخو کې خپلمنځي همکارۍ په ګډه وهڅوي.

الجبير وويل، چين د سعودي تر ټولو مهم ستراتيژيک همکار دی او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاريو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. سعودي عربستان غواړي د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې فعال ګډون وکړي. سعودي هيله لري چې دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې او لاسليک شوي تړونونه ښه تطبيق کړي او د یو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې به د سوداګريز بندر او انرژۍ په شمول ځينو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا نږدې کړي. سعودي په دې هېواد کې د پانګونې لپاره د لا زياتو چيني تصديو هر کلي کوي. (هيله)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای