CRI Online

جاو که جي په جلا جلا توګه د شپږو هېوادونو د پلاويو له مشرانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 14:40:33
جاو که جي په جلا جلا توګه د شپږو هېوادونو د پلاويو له مشرانو سره وکتل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د عامه امنيت وزير جاو که جي د مې په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د شپږو هېوادونو د پلاويو له مشرانو سره وکتل. د شپږو هېوادونو ياد پلاوي د شانګهای د همکارۍ سازمان د امنيتي کميسيون د سيکريترانو په ۱۳مه غونډه کې د ګډون په موخه چين ته راغلي دي. دوی د قرغزستان د امنيتي ناستې سيکريتر دامير ساګينبايف، د ازبکستان د امنيتي ناستې سيکريټر ويکتو محمودوف، د تاجکستان د امنيتي ناستې سيکريتر کخاروف، د قزاکستان د ولسمشر مرستيال او د امنيتي ناستې سيکريتر نورلن يرميکبايف، د پاکستان د لومړي وزير د امنيتي چارو مشاور نصير خان جنجوعه او د هند د امنيتي چارو د دولتي مشاور مرستيال راجندیر خانا دي.

جاو که جي له دغو شپږو استازو سره د کتنې په وخت کې وويل، د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس کې او د چين په دوو ملي مجلسونو کې په نوې زمانه کې د چین د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د رئيس شي جين پينګ نظريې د لارښوونکو نظريو په توګه ټاکل شوي او د چين د پرمختګ د نوې لارې نقشه يې جوړه کړې او د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته يې نوی حياتي ځواک برابر کړی دی. چين به د نويو نړيوالو اړيکو او د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې د جوړېدو په اړه د رئيس شي جين پينګ پر نظريو ټينګار وکړي، د امنيتي چارو په شمول بېلا بېلو ساحو کې به له غړو هېوادونو سره همکارۍ لا پياوړې کړي او د ياد سازمان پرمختګ وهڅوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای