CRI Online

وانګ يي: د شلو هېوادونو ډله بايد پرمختيايي هېوادونو ته لا زيات فرصتونه او ملاتړ برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 15:23:57

پر ځايي وخت د مې په يوويشتمه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بوينس ايرس کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د دويم پړاو په غونډه کې ګډون وکړ او د عدالت او دواملرونکي پرمختګ د هڅونې تر عنوان لاندې يې وينا وکړه.

وانګ يي په خپلو خبرو وويل چې اوسنۍ نړۍ له زياتو مسئلو سره مخامخ ده چې پای يې د پرمختيا له مسئلو سره اړيکې لري. اوسمهال د نړۍ د پرمختګ حالات لا هم له زياتو ستتونزو سره مخامخ دی، د ګردې کرې د جنوبي او شمالي خواوو تر منځ د پرمختيا نابرابر حالت نه دی حل شوی او د چاپيريال، انرژيو، اقليمي بدلون او د غلودانو د خونديتوب په شمول ځينو مسئلې لا هم موجودې دي. په وروستۍ موده کې د عمده اقتصادي هېوادونو د پيسو تګلارو تنظيمول پرمختيايي هېوادونو ته منفي اغيزې رسولي او د پرمختيايي مسئلو د حلولو په ترڅ کې نوې ستونزې رامنځته شوې دي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل د شلو هېوادونو ډله مسئوليت لري چې د نړيوالې اقتصادي همکارۍ د عمده فورم په توګه د نړيوال اقتصاد پرمختګ د هڅونې له لارې پرمختيايي هېوادونو ته لا زيات فرصتونه برابر کړي او د نړيوالې همکارۍ ټينګښت له لارې له پرمختيايي هېوادونو څخه لا نور ملاتړ وکړي. د روان کال د شلو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې د عدالت او دواملرونکي پرمختګ له لارې د ګډو نظريو راغونډول مضمون د ارجنټاين لخوا ټاکل شوی دی او د بنسټيزو تاسيساتو، په راتلونکې کې د ګمارنو اوکارونو، د غلودانو د خونديتوب په شمول پرمختيايي مسئلې د غونډې عمده مباحثوې موضوعات دي، چين د دې مضمون ستاينه کوي. دا د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د ګردې کرې د پرمختګ په چارو کې د انجين قويوالي لپاره د شلو هېوادونو د دندو اخيستلو د روحيې څرګندويي کوي.

وانګ يي وويل چې موږ بايد د پرمختيايي مسئلو په برخه کې د ټولې نړۍ د اقتصاد د عمومي کنټرولونکو تګلارو کلی ځای ته وګورو، د اقتصاد، پولي چارو، سوداګرۍ، انرژيو او ګمارنو په شمول ځينو ساحو کې د نړيوالې همکارۍ هڅونې په وخت کې د پرمختيايي هېوادونو ګټو ته دې پاملرنه ورکړو او دغو هېوادونو ته د منفي اغيزو رسولو مخه دې ونيسو. موږ بايد د م م د پرمختګ اجنډا عملي کړو.د پرمختګ په نړيوالې همکارۍ کې د م م د تنظيمولو او همغږۍ کولو رول بايد پياوړی شي او له پرمختيايی هېوادونو سره د نورو هېوادونو د مرستو ژمنې بايد پوره شي او د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ سياسي اړتياوې بايد تامين شي. د شلو هېوادونو ډلې په دې برخه کې نه ستومانه کيدونکي کوښښونه کړي دي او دا ډېر مهم دي چې ګډې نظريې بايد په واقعي فعاليتونو بدلې شي او فعاليتونه دې په لاسته راوړنو بدل شي.

وانګ يي وويل چې موږ بايد د پرمختګ نوي فرصتونه ونيسو. په پرمختيايي هېوادونو کې د ډيجټل بنسټيزو تاسيساتو له پياوړتيا سره دې مرسته وشي، د ډيجټلي چارو توپيرونه دې کم شي او د تخنيکونو د نوي دورې په بدلون کې دې د جنوبي او شمالي خواوو تر منځ د فاصلو د اوږدوالي مخه ونيول شي. موږ بايد په پوره توګه د مالوماتو شريکولو او شاملو پولي چارو په شمول ځينو ساحو کې نوي تخنيکونه وکاروو او په پرمختيايي هېوادونو کې بې وزلی له منځه يوسو او پرمختګ ته دې نوې قوې برابرې کړو. اوسمهال چين د يو کمربند او يوې لارې پلان په وسيله په بېلا بېلو هېوادونو کې د بنسټيزو تاسيساتو د تګ راتګ ملاتړ کوي. موږ هيله لرو چې د شلو هېوادونو ډله په دې برخه کې همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه له پرمختيايي هېوادونو څخه لا ډېر ملاتړ وکړي.

وانګ يي د غونډې په پای کې وويل موږ به په راتلونکې کې پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار وکړو او د خلکو په مرکزيت د پرمختګ نظريې به عملي کړو او په خپله به د پرمختګ په همدې وخت کې د انسانانو د ګډ پرمختګ په بهير کې لا زيات خدمتونه تر سره کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای