CRI Online

د اروپايي ټولنې چارواکي پر دې ټينګار وکړ چې د ايران ذروي تړون بديل نه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 16:02:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازې فدريکا موغيرينی د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه د ايران په اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مارک پومپيو وينا وغندله او پردې يې ټينګار وکړ چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله هر اړخيز تړون بديل نه لري.

نوموړې په يوه اعلاميه کې ويلي چې د پومپيو په خبرو کې هغه حالت نه دی ياد شوی چې له ياد تړون څخه د امريکا تر وتلو وروسته دغه سيمه په امن ده او يا د دې له امله به دغه سيمه په امن وي او د ذروي وسيلو د نه خپريدا له ګواښونو سره مخامخ نه شي .دغه راز د ده په وينا کې دا هم نه دي ويل شوي چې له دې تړون څخه تر وتلو وروسته به مونږ څنګه له تړون نه پرته د ايران پر کړنو اغيزه وکړو.د ايران د ذروي مسئلې په هکله تړون بديل نه لري.

هغې د دې تړون په هکله د اروپايي ټولنې دريځ تائيد کړ يعنې که ايران د ذروي مسئلې په هکله خپلې ژمنې پوره کړي،دغه ټولنه به په پوره او اغيزمنه توګه د دې تړون پلي کولو ته دوام ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای