CRI Online

د چین ګمرکات د بهرنیو کثافاتو مخه نیسي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 16:40:46
د چین ګمرکات د بهرنیو کثافاتو مخه نیسي

د ابي اسمان ۲۰۱۸ کال تر نوم لاندی د بهرنیو کثافاتو د قاچاق مخنیوي په موخه د چین د ګمرکاتو درېیم پړاو فعالیت د روانې میاشتې په ۲۲ مه نیټه پیل شو چې په دې وروستیو کې له بهرنیو کثافاتو سره د چین د ګمرکاتو ترټولو لوی فعالیت بلل کیږي.

د همدې ورځې د سهار تر ۹ بجو پورې ۱۳۷ زره ټنه بهرني فلزي او کاني کثافات نیول او ۶۰۶ زره ۵۰۰ ټنه بهرني پلاستیکي، کاني او فلزي کثافات پېژندل شوي او دغه راز ۱۳۷ تنه تورن کسان او یو لړ شواهد او غیرقانوني پیسې هم نیول شوي دي. د چین د ګمرکاتو عمومي ریاست د قاچاق مخنیوي ریاست مرستیال چن تاو وویل:

دغه ځل د عمومي ریاست تر مستقیمې ادارې لاندی څه دپاسه نیمې برخې ګمرکاتو په دغه فعالیت کې ګډون کړی دی. ویل کیږي دغه ځل د پیمانې له لحاظه په دې وروستیو کلونو کې د چین د ګمرکاتو ترټولو نه لوی اجرایوي فعالیت هم دی. د تیرو دوو مبارزو پر اساس د مجرمینو تر شا طرحه کوونکي راپورته شوي چې د دغه فعالیت عمده موخه ده. له دغو دریو ځلو فعالیتونو سره سره باید ووایو چې د بهرنیو کثافاتو قاچاق حالت لاهم سخت دی. یوه خوا د کاني کثافاتو د قاچاق دوسیې ډیرې دي او بله خوا د قانوني جوازنامې لاندی د فلزي کاغذي او پلاستیکي کثافاتو قاچاق هم کله کله لیدل کیږي.

-زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای