د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د می په ۲۲مه نېته د جونګ شينګ شرکت مسئلې په اړه پوښتنې د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې امريکا به په دې برخه کې د مشخصې سلامشورې لپاره چين ته عالي رتبه پلاوی ولېږي.
هغه وويل، حقيقت دا دی چې ستا د پوښتنې په اړه مسئله د چين او امريکا په ګډې اعلاميې کې ياده شوې ده او چين او امريکا مهمو ګډو نظريو ته رسېدلي دي. دواړې خواوې به د مشخصاتو د عملي کولو لپاره سلامشوره وکړي. امريکا به په دې برخه کې عالي رتبه پلاوی چين ته ولېږي او مشخصه سلامشوره به تر سره شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |