CRI Online

شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنيتي چارو له لوړپوړو چارواکو سره وکتل او د دغه سازمان د امنيتي همکارۍ د نوې ودې غوښتنه يې وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-22 20:23:11

د مې په ۲۲ مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې په ډله ييزه توګه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د هغو پلاويو له مشرانو سره وکتل کوم چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنيتي غونډې د سکرترانو په ديارلسمه غونډه کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو وروسته د دغه سازمان غړي هېوادونه تل سيمه ييز امنيت او ثبات ساتنې ته لومړيتوب ورکوي او د همکاريو د پراختيا،د ختيځ ترکستان په شمول پر دريو قوتونو د ضربې او د تودو مسئلو د منفي اغېزو د مخنيوي لپاره يې ډېرې هڅې کړې او د سيمې د تلپاتې ارامۍ، ودې او سمسورتيا لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي دي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د سيمې عمومي امنيتي وضعيت ثابت دی، خو د دريو قوتونو، د نشه يي توکو قاچاق ، د هېوادونو ترمنځ متمرکز جرمونه او داسې نورې سختې ننګونې لاهم موجودې دي. نو په دې توګه اړينه ده چې موږ په سړه سينه فکر وکړو،کره قضاوت وکړو او په ښه توګه له ننګونو سره مقابله وکړو. د امنيتي همکارۍ پر سمې ستراتېژيک لوري دې ټينګار وکړو، ستراتېژيک اعتماد دې لاټينګ کړو، تګلارې دې همغږې کړو، پر عدالت دې ټينګار وکړو او د سياسي، ډيپلوماتيکو او سوله ييزو لارو چارو له لارې د تودو مسئلو د حل لپاره دې هڅې وکړو. دغه راز د شانګهای همکارۍ سازمان د امنيتي همکارۍ نوې وده دې وهڅوو، د امنيتي همکارۍ د عملياتي وړتيا دې پياوړې کړو،د قوانينو د تطبيق په اړه د همکارۍ اغېزمنه او بشپړه شبکه دې جوړه کړو، د امنيت په برخه کې همکارۍ دې وهڅوو او په ګډه دې د ثبات ساتلو توان لوړ کړو.

شي جين پينګ وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان کې د هند او پاکستان په شاملېدو سره د دغه سازمان د امنيتي همکارۍ پټ قوت زيات شوی، پر اوږو يې مسئوليت هم درند شوی چې ورڅخه د بېلابېلو هېوادونو د خلکو او نړيوالې ټولنې زياتې هيلې څرګندې شوې دي. د امنيتي غونډې د سکرترانو غونډې ميکانيزم دې د وضعيت د بدلونونو له مخې خپلې دندې ترسره کړي، د همغږۍ رول دې ولوبوي او غړو هېوادونو ته دې د ملي امنيت او د ټولنيز ثبات د ساتلو په برخه کې دې مقتدر ملاتړ برابر کړي.

همدارنګه شي جين پينګ زياته کړه چې چين به خپل امنيت د سيمې د هېوادونو له امنيت سره پېوند کړي، له غړو هېوادونو سره به په ګډه د متقابل درناوي، عدالت او متقابلې ګټورې همکارۍ پر بنسټ نوې نړيوالې اړيکې ټينګې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د جوړولو لپاره به هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای