CRI Online

د افغانستان په جنوب کې د يوې چاودنې له امله شپاړس تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-05-23 09:44:32

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د کندهار ولايت سيمه ايز چارواکي د مې په ۲۲مه نېټه وويل د دغه ولايت په مرکزي ښار کندهار کې په همدې ورځ يوه چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او ۳۸تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند داود احمدي وويل چاودنه د همدې ورځې د غرمې په ۱۲بجو او ۳۰ دقيقو د کندهار ښار په ۱۴مې حوزې کې وشوه. بريدګرو په يو موټر کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او هغوی ته يې چاودنه ورکړه چې له امله يې په دغه ځای کې ملکي وګړيو او امنيت ساتونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

نوموړي وويل امنيتي څانګې په همدې ورځ د دغه موټر په اړه مالومات تر لاسه کړي وو، خو له بده مرغه چې د چاودنې مخه ونه نيول شوه.

ژباړونکې:ډيوه

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای