CRI Online

د امريکا ماليې وزارت پر پنځو ايرانيانو بنديزونه ولګول

cri     (GMT+08:00) 2018-05-23 09:47:18

عکس: د امريکا د بهرنیو چارو وزير مايک پومپیو د مې په ۲۱مه نېټه په وانګشټن کې ويلي : که ايران اوسنۍ تګلاره بدله نه کړي، امريکا به پر ايران سخت بنديزونه ولګوي.

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ماليې وزارت د مې په ۲۲مه نېټه پر پنځو ايرانيانو د بنديز لګولو اعلان وکړ او ورباندې يې نيوکه وکړه چې دغو کسانو د حوثي وسله والو ته د بالستيک توغنديو په اړوند تخنيکونه برابر کړي دي.

د امريکا ماليې وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل دغه ايرانيان د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ د الدس ځواک او د بالستيک توغنديو له پلان سره اړيکې لري. د دوی د دغو عملونو له امله د حوثي وسله وال د سعودي عربستان ښارونو او د نقتو تاسيساتو ته توغندې توغولی شي.

د يادو بنديزونو له مخې په امريکا کې د دغو ايرانيانو ټولې پانګې به کنګلې شي او له امريکايي تصديو او شخصيتونو سره د دوی تګ راتګ ته به اجازه نه ورکول کيږي.

ژباړونکې:ډيوه

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای