CRI Online

ډونالډ ټرمپ: امکان شته چې د امريکا او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو تر منځ ليدنه وځنډيږي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-23 09:48:43

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۲۲مه نېټه وويل امکان شته چې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره د ده ليدنه وځنډيږي.

ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼې کې د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جای ين سره يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل امکان شته چې د ده او کيم جونګ اون تر منځ ليدنه د جون په ۱۲مه نېټه تر سره نه شي. هغه وويل که ليدنه په ټاکلي وخت کې تر سره نه شي، ښايي چې دغه ليدنه وځنډيږي.

ټرمپ وويل امريکا د ليدنې لپاره شرايط لري، که د امريکا غوښتنې نه شي پوره کيدای، ليدنه به پر ځای نه شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای