د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان ځايي خبري رسنيو د مې په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې د ۲۱مې نېټې په ماښام طالبانو د غزني ولايت پر دوو ولسواليو بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه ۲۰ امنيت ساتونکي ووژل شول.
د غزني ولايت د والي وياند وويل چې په جګړه کې دواړو ښکيلو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده، خو د ځايي امنيتي قواوو له بريد وروسته طالبانو له دواړو ولسواليو پښې سپکې کړې دي. طالبانو په ۲۲مه نېټه د دغو بريدونو د تر سره کولو پخلی وکړ.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |