CRI Online

وينزويلا په دې مناست د امريکا غندنه وکړه چې ورباندې نور پولي بنديزونه لګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-23 10:21:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د وينزويلا خارجه وزارت د مې په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا حکومت غندنه وکړه چې له ټاکنو وروسته يې پر وينزويلا پولي بنديزونه لګولي او ويې ويل چې د امريکا دغه عمل له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده او د وينزويلا د خلکو پرمختګ او د دوی د حقوقو سلبول دي.

په همدې ورځ د وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو په دغه هېواد کې د امريکا د سفارت شارژدافير تود روبينسون او د سياسي څانګې مسئول بريان نارانجو د نه هرکلي وړ کسان بللي او ورڅخه يې وغوښتل چې په ۴۸ ساعتو کې له وينزويلا څخه ووځي. مادورو په ټلويزيوني وينا کې د امريکا حکومت د بنديزونو عمل سخته وغانده او ويې ويل چې امريکا څو څو ځله پر ويندويلا بنديزونه لګولي او نور يې هم لګوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای