CRI Online

يانګ جي چه د روسيې د امنيت شورا له منشي نيکولای پاتروشيف سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-23 10:29:20

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د يادې مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر منشي يانګ جي چه د مې په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د روسيې د امنيت شورا له منشي نيکولای پاتروشيف سره ملاقات وکړ.

يانګ جي چه له نوموړي سره په خبرو کې وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين تر ستراتيژيکو لارښښونو لاندې د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ دوستانه اړيکې په مداومه توګه لوړې سويې ته رسيدلی او مهمې او نوي لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي. دواړه خواوې به په نوي حالت کې يو له بل څخه ملاتړ زيات کړي، واقعي همکارۍ به پراخې کړي، په نړيوالو چارو کې به همغږۍ ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو د پرمختيا او د سيمه ايزې او نړيوالې سولې او ثبات ساتلو لپاره به لا زيات خدمتونه تر سره کړي.

پاتروشيف وويل چې روسيې تل له چين سره د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو دوستانه اړيکو د ټينګولو لپاره کوښښ کړی او کوي يې او غواړي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظريو عملي کولو، په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ پياوړتيا او د دواړو هېوادونو د اړيکو د نژديوالي لپاره له چين سره يو ځای هڅې وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای