د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د امنيتي غونډې د ۱۳مې دورې سکرترانو ناسته د مې په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو، د ياد سازمان د سکرتريت او د سيمې د تروريزم پر ضد سازمان د اجرايوی کمېټې استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د چين د دولتي شورا غړي او د عامه امنيت وزير جاو که جي د دې غونډې مشري وکړه او وينا يې وکړه. هغه وويل، چې د رئيس شي جين پينګ او بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د لوړې پاملرنې له امله ياد سازمان د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو او د ګډ پرمختګ او سمسورتيا د پياوړتيا لپاره د غړو هيوادونو باوري تضمين او غښتلی ملاتړ کوونکی ګرځېدلی او د نويو نړيوالو اړيکو او د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې د جوړونې د هڅولو په نيت د نړيوالې ټولنې لپاره نمونه ګرځېدلې. موږ بايد د يو ټاکلي ميکانيزم په حيث د يادې غونډې پوره رول ولوبوو، د غړيو هېوادونو تر منځ سياسي متقابل باور دې پياوړی کړو، په ګډه توګه دې پر ٫ دريو قوتونو ٬ باندې بريدونه وکړو او په ټينګه سره دې د سيمې ثبات او پرمختګ وساتو. دغه راز موږ هم بايد د همکارۍ قانونې بنسټ پياوړی کړو، د همکارۍ ميکانيزم جوړول دې پياوړی کړو، د يو کمربند او يوې لارې په اړه د لويو پروګرامونو ګډ امنيت دې پياوړی کړو او د امنيتي همکارۍ سويه دې لوړه کړو. موږ بايد د شانګهای روحيې د خپرولو لپاره کوښښ وکړو، د دغه سازمان د غړيو شمېر د زياتېدو لپاره دې پټ قوت پياوړی کړو، متقابل باور او يووالی دې ټينګ کړو او د دې سازمان د امنيت همکارۍ ته دې نوی خوځنده ځواک برابر کړو.
دا د دغه سازمان د غړيو هېوادونو تر زياتوالي وروسته د غړيو هېوادونو د امنيتي غونډې د سکرترانو لومړۍ ناسته وه. (مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |