CRI Online

د روغتيا د نړيوال سازمان د ملاريا د له منځه وړلو په موخه د چين تجربې کاروي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-23 14:32:09

د چين د روغتيايي چارو د دولتي کميټې مرستيالې څوي لي د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه په ژنيو کې وويل چې د چين حکومت د ملاريا د له منځه وړلو له وړانديز سره سم نړيواله کچه ډېرې هڅې کړې چې له امله يې په دې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر په پر له پسې توګه کم شوی دی.د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د چين کاري ستراتيژي او کاري غوښتنې د نړيوالې ټولنې له خوا منل شوي او د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا برابرونکې تخنيکي ستراتيژي هم ګرځېدلې ده.

د روغتيايې چارو په هکله ۷۱مه نړيواله غونډه اوس د سويس په ژنيو کې روانه ده.د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه د حکومتونو تر لارښوونې لاندې د ملاريا د له منځه وړلو لپاره عمليات يعنې په ۲۰۳۰ کال کې د دواملرونکي پرمختيايي اجنډا د موخې تر سره کولو لپاره د هڅو تر عنوان لاندې غونډه چې د چين، سريلانکا او ميانمر له خوا يې په ګډه کوربتوب کيږي ، د روغتيا د نړيوالې غونډې په څنډو کې هم پيل شوه. د چين د يادې کميټې مرستيالې څوي لي په دې غونډه کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه .

هغې وويل چې په ۲۰۱۰کال کې د چين حکومت د ملاريا د له منځه وړلو لپاره د م م له وړانديز سره سم په دې برخه کې له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۰کال پورې عملي پلان جوړ کړ او تر ۲۰۲۰ کال پورې د ملاريا د له منځه وړلو موخه يې وټاکله .له دې امله چې په دې برخه کې د چين ستراتيژي سمه او قوي وه. تېر کال لومړي ځل و چې په چين کې په دې ناروغۍ د اخته کېدو په اړه راپور نه دې ور کړل شوی او له دې امله به چين داسې هېواد وګرځي چې په هر اړخيزه توګه به ملاريا له منځه يوسي.د چين اړوند کاري موډل په رسمي توګه د روغتيا د نړيوال سازمان په تخنيکي سند کې ليکل شوی او نورو هېوادونو ته خپور شوی دی. څوي لي وويل (اواز............) د ملاريا د مخنيوي او کنټرول په اړه څو کلنو کارونو کې د چين کاري ستراتيژي د ياد سازمان له خوا ومنل شوه .د دې ستراتيزۍ له غوښتنې سره سم په ملاريا د اخته شويو ناروغانو تشخيص راپور بايد په يوه ورځ کې ور کړی شي او د دې ناروغۍ د پيدا کېدو په دريو ورځو کې د ناروغ شکايت او د وبايي ناروغۍ پلټنه وشي او په اوو ورځو کې دې د هغو ځايونو پلټنه وشي چې پکې دغه ناروغي کشف شوې وي.د دې ستراتيژۍ د پلي کولو له لارې د تخنيک له لحاظه د ساري ناروغۍ سرچينو د کنترول او په دغو ځايونو کې د دې ناروغې تر کشف کېدو وروسته د اړوندو مسئلو د حل وفصل غوښتنې ميعاري شوي او د دې ناروغۍ د کنترول او مخنيوي لپاره کليدي مسئلې پيدا شوي دي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د يوې شمېرنې له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په نړۍ کې په ملاريا د اخته شويو کسانو شمېر د ۲۰۱۵ کال په پرتله پنځه مليونه زيات شوي او دغه معنې لري چې په نړۍ کې د ملاريا د مخنيوي او کتنرول کارونو کې لږ څه ځنډ راغلي دي .د ياد سازمان عمومي مدير ژون مينګ هوي په دې غونډه کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه وغوښتل چې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او پانګونه زياته کړي تر څو تر ۲۰۲۰کاله پورې په دې ناروغۍ د اخته کېدو انډول او له دې امله د مړه شويو کسانو شمېر لږ تر لږه په سلو کې څلوېښت کم شي.ژون مينګ هوي وويل (اواز...........) که څه هم په دې برخه کې مو ډېر پرمختګ موندلی، خو مونږ لاهم له دې ناروغې سره د مقابلې په څلور لارې کې پاتی يو.زمونږ له خوا راغونډې شوي پيسې يوازې زمونږ د اړتيا نيمه برخه ده او د دې ترڅنګ په ځينو هېوادونو کې په دې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر هم زيات شوی دی .نو که له دې ناروغۍ سره د مقابلې موخه تر سره کوو، د کورنيو او نړيوالو پانګونو زياتوالی ډېر مهم دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای