CRI Online

د چين استازی: د وسله والو شخړو مخنيوی د عامو وګړو د ساتلو لپاره تر ټولو ښه لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2018-05-23 15:42:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د مې په ۲۲ مه نېټه په وسله والو شخړو کې د عامو وګړو د ساتلو په اړه د م م د امنيت شورا په يوه علني مباحثوي غونډه کې وويل چې موږ بايد د وسله والو شخړو مخه ونيسو او له بنسټه د عامو وګړو د ساتلو په اړه مسئلې حل کړو.

هغه زياته کړه، امنيت شورا د ټولنيز امنيت ميکانيزم يو بنسټ دی چې بايد د نړۍ د سولې او امنيت د ساتلو لپاره کوښښ وکړي، په فعاله توګه دې د شخړو د مخنيوي لپاره ډيپلوماتيکه هڅه وکړي، د شخړو د سياسي حل لپاره دې کوښښ وکړي څو چې عام وګړي له جګړې څخه وژغورل شي. نړيواله ټولنه بايد واقعي عمليات ونيسي او د شخړو د پيدا يښت د بنسټيزو سببونو د له منځه وړلو لپاره دې هڅه وکړي. بېلا بېل هېوادونه بايد د انسانې خليک د ګډې ټولنې نظريه ټينګ کړي، د نړۍ د اداره کولو په اړه دې ګډه سلامشوره او د شريک نظر د رامنځته کولو هڅه وکړي او د سولې او ثبات نړيوال چاپيريال د جوړولو لپاره دې کوښښ وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای