CRI Online

د امريکا او د کوريا جمهوريت مشران به له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لپاره ګډې هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-23 15:57:42

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۲۲مه نېټه په سپينې ماڼې کې د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جای ين سره ملاقات وکړ او دواړو خواوو د امريکا او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو تر منځ د کتنې په شمول د ځينو مسئلو په هکله بحث وکړ او ژمنه يې وکړه چې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

د همدې ورځ په غرمه ټرمپ له مون جای ين سره يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د ده او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشر کيم جونګ اون تر منځ ملاقات ښايي د جولای په دوولسمه نېټه تر سره نه شي او وبه ځنډيږي. مون جای ين وويل د کوريا جمهوريت د امريکا او د ديموکراتيک کوريا د مشرانو تر منځ ليدنې ته په تمه دی او د دغې ليدنې د برياليتوب لپاره به ملاتړ برابر کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای