د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيايي چارو دولتي کميټې مرستيال منشې څوې لي د مې په ۲۲مه نېټه په ژنيو کې وويل د چين حکومت به په ټوله نړۍ کې د ملاريا يا پخې تبې ناروغۍ د له منځه وړلو وړانديز عملي کړي. په ۲۰۱۷ کال کې په چين کې د دغې ناروغۍ د خپريدو حالت يا نښې نښانې نه دي رامنځته شوي او داسې هېواد به وګرځي چې دغه ناروغي به په پوره توګه له منځه يوسي.
د ۷۱مې دورې د روغتيا په نړيواله غونډه کې چې په همدې ورځ تر سره شوه، چين، سريلانکا او ميانمار په ګډه د ټولو خلکو د روغتيا ساتلو د هڅې په اړه د حکومت په لارښوونه د پخې تبې د له منځه وړلو په موخه غونډه تر سره کړه. څوی لي وويل چين د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره عملي پلان جوړ کړی او تر ۲۰۲۰ کال پورې به په ټول هېواد کې د دغۍ ناروغۍ د له منځه وړلو هدف ته ورسيږي. ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |