CRI Online

امريکا غوښتنه کړې چې د ايران مسئلې پر نوي تړون بحث وکړي او د چين د بهرنيو چارو وزارت وويل چې چين به د ايران د ذروي تړون د ساتلو او عملي کولو لپاره زيار وباسي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-23 17:07:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د می په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل، په تېرو دريو کلونو کې له تمريناتو څخه څرګندېږي چې د ايران د ذروي مسئلې هراړخيز تړون مؤثر او ګټور دی. چين به په مداومه توګه په عادلانه، مساوي او مسؤلانه ډول له اړوندو خواوو سره خبرې اترې وکړي او د دغه تړون د ساتلو او عملي کولو لپاره به زيار وباسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو څو ورځې مخکې له ياد تړون څخه له وتلو نه وروسته د ايران په مقابل کې د امريکا نوې تګلاره اعلان کړه او غوښتنه يې وکړه چې د ايران مسئلې د حل و فصل لپاره پر نوي نړيوال تړون بحث وکړي. ايران يې په وړاندې سخت غبرګون وښود او نړيوالې ټولنې هم د مخالفت اوازونه پورته کړل. لو کانګ په دې اړه وويل، چين تل په دې نظر دی چې د ياد تړون د بشپړتيا او صلاحيت ساتنه د ذروي وسلو د نه خپرېدو سيستم او د منځني ختيځ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټوره ده. زموږ په اند، په ښه توګه د دغه تړون عملي کېدل به د نورو تودو نړيوالو مسئلو د حل و فصل نمونه وګرځي. د اوسنيو حالاتو په وړاندې، چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې په مسؤلانه رويه او له دايمي او عمومي لحاظه د رښتياوو او حقيقت پر بنسټ د ډيپلواتيکو خبرو اترو له لارې دغه مسئله حل کړي، د توپيرونو په کنترول سره دغه تړون عملي کړي او په دې مناسبت متقابل درناوی ټينګ کړي، تر څو د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ مسئلې حل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای