د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د م م سرمنشي ګوټرېس د مې په ۲۲مه نېټه وويل، په ټوله نړۍ کې پېښې او شخړې عامو خلکو ته دردونه رسوي، د عامو خلکو د ساتنې لپاره تر ټولو مؤثره لاره دا ده چې د شخړو مخه ونيول شي او پای ته يې ورسوي.
ګوټرېس په همدې ورځ امنيت شورا کې په وسله والو شخړو کې د عامو خلکو د ساتنې په اړه يوه غونډه کې وويل، د شخړو له امله په نړۍ کې څه د پاسه ۱۲۸ ميليونه کسان بشري مرستو ته اړتيا لري. تېر کال د افغانستان، مرکزي افريقا، کانګو، عراق، سوماليا او د يمن جمهوريت په شمول د ۶ هېوادونو په وړاندې دم م شمېرنې دا څرګند کړه چې څه باندې ۲۶ زره عامو خلکو ته مرګ اوښتې ده.
ګوټرېس تائيد کړه، چې د عامو خلکو د ساتنې لپاره تر ټولو مؤثره لاره دا ده چې د شخړو مخه ونيول شي او پای ته يې ورسوي. م م د شخړو مخه نيولو ته تر ټولو لومړی ځای ور کړ. هغه هم د ټولو هېوادونو له حکومتونو څخه وغوښتل چې اړوندې پاليسۍ جوړې کړي تر څو په شخړو کې عام خلک وساتل شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |