د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کيمياوي وسلو د ممنوعيت سازمان د مې په ۲۳ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې فلسطين د روانې مياشتې په ۱۷ مه نېټه د م م سرمنشي ته د کيمياوي وسلو د مخنيوي په تړون کې د ګډون کولو غوښتنليک وړاندې کړ او دغه تړون به د جون له ۱۶ مې نېټې څخه پر فلسطين نافذ وګرځي.
په دې تړون کې د ګډون کولو اړوندو تشريفاتو سره سم، هر هېواد بايد خپل غوښتن ليک د م م سرمنشي ته وړاندې کړي او تر ۳۰ ورځو وروسته ياد تړون به پر دغه هېواد نافذ وګرځي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |