CRI Online

د بې دو د سپوږمکۍ لارښوونکي سيسټم په ګرده نړۍ کې د شبکې جوړولو مرحلې ته رسیدلی

cri     (GMT+08:00) 2018-05-24 16:22:35

د چين د سپوږمکۍ لارښوونې په اړه ۹مه علمي کلنۍ غونډه چې عنوان يې موقعيت، د زمانې پرمختګ و، د مې په ۲۳مه نېټه د چين د هې لونګ جیانګ ولايت په مرکز هاربين ښار کې پرانيستل شوه. په دې غونډه کې دا خبر خپور شو چې د چين د بې دو درېيم نمبر د سپوږمکۍ لارښوونکي سيسټم په اړه ۸ سپوږمکۍ په برياليتوب سره وتوغول شولې چې تر ټولو اسانه سيسټم يې جوړ کړی دی. اوس دغه سيسټم په ګرده نړۍ کې د شبکې جوړولو مرحلې ته رسېدلی او بشپړ صنعتی ځنځير هم جوړ شوی دی. په دې غونډه کې امريکايي استازي دا غوښتنه وړاندې کړي چې په ګرده نړۍ کې د سپوږمکۍ لارښوونکي سيسټم د پرمختګ د هڅولو لپاره له چين سره همکاري پياوړي کړي.

د چين د سپوږمکۍ لارښوونکي سيسټم د ادارې دفتر مشر ژان چنګ چي د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د بې دو د سپوږمکۍ لارښوونکي سيسټم د ۲۰۱۲ کال په پای کې په رسمي توګه په خدمت پيل وکړ، له هغه وخت راهيسې دغه سيسټم په ثابت ډول کار کړی او کاري توان يې لا لوړ شوی دی. هغه وويل

((پنځه نيم کاله کېږي چې د بې دو دوهم نمبر سيسټم بشپړ شوی او په کار لوېدلی، اوس دغه سيسټم په ثابته توګه کار کوي او خدمت يې هېڅکله نه دی ځنډېدلی، د موقعیت د تاييدولو واټن يې له لسو مترو څخه شپږو مترو ته نږدی شوی دی. په راتلونکو دوو کلونو کې به د دې سيسټم دوه نورې سپوږمکۍ وتوغول شي تر څو خدمتي کيفيت يې نور هم لوړ شي. ))

ښاغلي ران چنګ چي وويل، د بې دو دوهم سپوږمکۍ په نسبت، د بې دو د درېيم نمبر لارښوونکې سپوږمکۍ په ګرده نړۍ کې د لټونې او ژغورنې په شمول يو لړ نوی رول لري او د لارښوونې نوره ښه نښه او کره خپروي. اوس د بې دو درېيم نمبر سيسټم ۸ سپوږمکۍ توغول شوي او تر ټولو اسان سيسټم يې جوړ کړی دی، نو د بې دو درېيم نمبر سيسټم په نړۍ کې د شبکې جوړولو نوې مرحلې ته رسېدلی دی. ده وويل

((د ۲۰۱۷ کال له نومبر څخه د ۲۰۱۸ کال تر مارچ پورې مو په نيم کال کې اته سپوږمکۍ توغولي او دغه راز د بې دو سيسټم په نړۍ کې د شبکې جوړونه د ګړندي پرمختګ په حال کې شوې ده. اوس د شبکه جوړوونکو سپوږمکيو په اړه د مدار ازموينې، د سيسټم جوړښت او کاري توان پر ارزيابي بوخت يو، د ابتدايي نتيجې له مخې، دغه سپوږمکۍ په مدار کې ښه حالات لري او کاري توان يې له غوښتنې سره سمون خوري. ))

د بې دو د نړيوال سيسټم په ګړندي پرمختګ سره د صنتعي چارو په برخه کې بشپړ ځنځير يې هم جوړ شوی دی چې دغه سيسټم د عامه امنيت ساتنې، ترافيک، کب نيولو، برېښنا او د ناورينونو سره د مقابلې په شمول ځينو برخو کې کارول شوی دی.

د پلان له مخې، د روان کال په پای کې به د بې دو د درېيم نمبر بنسټيز سيسټم جوړ شي چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لپاره خدمتونه وړاندې شي. د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې به د نړۍ لومړۍ کچې سيسټم جوړ شي چې د ټولې نړۍ لپاره به خدمتونه وړاندې شي. تر ۲۰۳۵ کال پورې به د بې دو په مرکز عمومي لارښوونکي سيسټم بشپړ شي.

اوس چين په جلا توګه د امريکا او روسيې له اړوندو لارښوونکو سيسټمونو سره د بې دو سيسټم د منلو او کارولو په اړه ګډې اعلاميې لاسليکې کړې دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د فضايي او لوړې کچې تکنالوژۍ دفتر مرستيال داويد تورنير وويل

((موږ به له چين سره په دې اړه فعاله همکاري وکړو چې په منونکي چوکاټ کې دوه اړخيزه او څواړخيزه همکارۍ وهڅوو تر څو په ګرده نړۍ کې د سپوږمکۍ لارښوونکي سيسټم پرمختګ وموندل شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای