د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د می په ۲۴مه نېټه د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د پونګګيري اټومي ازمويښتي مرکز څو تونلونه تخريب کړل، اړوند تاسيسات يې وران کړل او اعلان يې وکړ چې دغه مرکز ويجاړ شوی دی کوم چې د دغه هېواد په شمال ختيځ کې د کيلجو په ايالت کې پروت دی.
د چين، روسيې، امريکا، بريټانيا او کوريا جمهوريت د لسو رسنيو د خبريالانو په شمول د نړيوالو خبريالانو ګروپ د ورانولو او ويجاړولو له فعاليت څخه ليدنه وکړه. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |