CRI Online

ترمپ له کيم جونګ اون سره د ملاقات د لغوه کولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 10:49:58
ترمپ له کيم جونګ اون سره د ملاقات د لغوه کولو اعلان وکړ

د چین نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د مې په ۲۴مه نېټه وويل، له دې امله چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په وروستيو ورځو کې دوښمنۍ رويه څرګنده کړې وه، نو هغه پرېکړه وکړه چې له کيم جونګ اون سره هغه ملاقات لغوه کړي چې ټاکل شوی وو، د راتلونکي جون په منځنۍ لسيزه کې به په سينګاپور کې ترسره شي.

سپينې ماڼۍ د همدې ورځې په سهار کيم جونګ اون ته د ترمپ يو خلاص پيغام خپور کړ. ترمپ په دې پيغام کې وويل، هغه له کيم جونګ اون سره ملاقات ته سترګې په لار دي، خو ډيموکراتيکې کوريا په وروستيو ورځو کې سخت قهر او دښمنۍ رويه څرګنده کړې وه، نو اوسمهال د دې ملاقات لپاره مناسب نه دی. نوموړي وويل، ديموکراتيکې کوريا دغه ځل ښه فرصت له لاسه ورکړی، خو هغه لا هم هيله من دی چې په راتلونکی کې به له کيم جونګ اون سره کتنه وکړي.

د م م سرمنشي اتونيو ګوتريس په همدې ورځ په ژنيو کې خبريالانو ته وويل، هغه د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ د ملاقات لغوه کېدو ته ډېره پاملرنه کوي. هغه به پر ښکيلو خواوو غږ وکړي چې خبرو اترو ته دوام ورکړي تر څو په کوريا ټاپووزمې کې د ذروي وسلو د پاکولو لپاره يوه سوله ييزه لاره ولټول شي.

د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين د مې په ۲۵مه نېټه د ترمپ د دې پرېکړې په اړه افسوس څرګند کړ. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای