CRI Online

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د چين له مرستيال دولت رئيس وانګ چي شان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 10:50:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د مې په ۲۴مه نېټه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين په سنټ پيترسبورګ کې د چين له مرستيال دولت رئيس وانګ چي شان سره وکتل.

وانګ چي شان لومړی پوټين ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيکې او سلامونه وړاندې کړل.هغه وويل چې رئيس شي د چين او روسې ترمنځ اړيکو او له ولسمشر پوټين سره دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او له تاسو سره د بيا ليدلو لپاره هيله لري چې په ګډه د چين او روسيې ترمنځ اړيکو او د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکي پرمختګ په اړه بحث وکړي.

وانګ چي شان وويل چې د دواړو هېوادونو مشرانو د چين او روسيې ترمنځ د همکارۍ په برخه کې لويې هڅې کوي او خوځنده ځواک يې برابر کړی دی.د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره ستر اهميت لري.دواړه خواوې يو بل ته درناوى کوي، په يو بل باور کوي، په مساوي توګه همکاري کوي او په لويو نړيوالو مسئلو کې يو بل سره پوهاوی او ملاتړ کوي چې نن ورځ په نړۍ کې د لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره ښه مثال وړاندې کړی او د نړيوال ستراتيژيک ثبات ساتنه او د نويو نړيوالو اړيکو او بشري برخليک د ګډې ټولنې جوړولو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.

پوټين له وانګ چي شان څخه وغوښتل چې د ده نيکې هيلې او احترامات رئيس شي جين پينګ ته وړاندې کړي. هغه باور لري چې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ به چينايان د هېواد په جوړولو کې نوي برياليتوبونه تر لاسه کړي. پوټين هيله لري چې يو ځل بيا چين ته سفر وکړي او له رئيس شي جين پينګ سره ليدنه وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای