CRI Online

اروپايي ټولنې د چين د فولادي او اوسپنيزو توليداتو په وړاندې د اجناسو ارزانه خرڅلاو پر ضد پلټنه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 10:53:50
اروپايي ټولنې د چين د فولادي او اوسپنيزو توليداتو په وړاندې د اجناسو ارزانه خرڅلاو پر ضد پلټنه پيل کړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې کمېټې د مې په ۲۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چین د فولادي او اوسپنيزو توليداتو په وړاندې د اجناسو ارزانه خرڅلاو پر ضد پلټنه پيل کړه. د چين د سوداګرۍ وزارت اړوند مسئول په همدې ورځ په دې اړه هيله وښودله چې اروپايي ټولنه بايد په جدي توګه د عمومي ګټو ارزونه وکړي او په محتاطه رويه دې اړوندې محدودې تګلارې غوره کړي.

د سوداګرۍ علاج د پلټنې ادارې مشر وانګ هه جون وويل، اروپايي ټولنې په پر له پسې توګه د فولادي او اوسپنيزو توليداتو په برخه کې د سوداګرۍ علاج پلټنې ترسره کړې، واقعيت يې د اروپايي ټولنې د فولادي او اوسپنيزو چارو تر حده زياتې ساتل شوې او د اروپايي ټولنې د دغو چارو د دايمي پرمختګ او د کچې د لوړتيا لپاره ګټورې نه دي او د اروپايي ټولنې د فولادي او اوسپنيزو توليداتو د استعمالوونکو ګټو ته يې هم زيانونه رسولي او د چین او اروپا ترمنځ د فولادي او اوسپنيزو توليداتو عادي معاملو په وړاندې يې موانع رامنځته کړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای