د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د مې په ۲۴مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، ايران لا هم له دې سازمان سره همکاري کوي او د ايران د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز تړون تطبيق کوي.
دا د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا تر وتلو وروسته د ايران د ذروي مسئلې په هکله د ياد سازمان لومړی راپور دی او له مخې يې ايران د يورانيمو د غني کولو په شمول ځينو ساحو کې لا هم ذروي تړون تطبيق کوي.
له امريکا نه پرته، د ايران د ذروي تړون شاملې خواوې به د مې په ۲۵مه نېټه په ويانا کې يوه غونډه ترسره کړي چې د ايران د ذروي تړون د اړوندو موضوعاتو په اړه به بحثونه وکړي. د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ عمومي مدير يوکيا امانو به په دې غونډه کې ګډون وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |