CRI Online

حريري بيا د لبنان د لومړي وزير په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 11:04:02
حريري بيا د لبنان د لومړي وزير په توګه وټاکل شو

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د لبنان ولسمشر ميشل اون د مې په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې اوسنی سرپرست صدراعظم سعد حريري به د نوې دورې حکومت د لومړی وزير دنده پر غاړه واخلي او ور ته يې د نوي حکومت د جوړولو صلاحيت ورکړ.

حريري ور پسې په يوه خبري ناسته کې وويل، هغه به په نږدې وخت کې د قومي يووالي يو حکومت جوړ کړي تر څو له اوسنيو ننګونو سره مقابله وکړي، مثلا د سوريې د کډوالو بحران، د اصلاحاتو ژمنې پوره کول او د فساد پر ضد مبارزه او داسې نور. هغه پر دې ټينګار وکړ چې نوی حکومت به په سيمه ييزو شخړو کې د بې طرفۍ پر تګلارې ټينګار وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای