د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د م م د اقليمي بدلون تړون د سکتريت اجرائيوي سېکرترې پاتريسيا ايسپينوزا په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې خبريالانو ته وويل چې په دې وروستيو کلونو کې چين له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې ورځ په ورځ مهم رول لوبولی دی.د دې په اند د چين فعاله ګډون د پاريس موافقه ليک د تر لاسه کېدو کلي عامل دی.د پاريس موافقه ليک د پلي کېدو په بهير کې چين هم فعال رول لوبولی او له اقليمي بدلون سره مقابله په راتلونکي کې د پرمختګ د ستراتيژۍ لپاره يو کليدي عامل هم دی.د ګردې نړۍ په عملياتو کې د هڅو نه پرته چين هم په خپل هېواد کې په فعاله توګه ډول ډول فعاليتونه تر سره کړي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |