CRI Online

ليو هه د امريکا د سوداګرۍ له وزير ولبور روس سره ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 16:01:07
ليو هه د امريکا د سوداګرۍ له وزير ولبور روس سره ټلېفوني خبرې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۲۵مه نېټه، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيز اقتصادي ديالوګ په اړه د چين مشر ليو هه د امريکا د سوداګرۍ وزير ولبور روس په بلنه ور سره ټلېفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو دا تاييد کړه چې وزير روس به د راتلونکې جون مياشتې له ۲مې نېټې څخه تر ۴مې نېټې پورې د يو پلاوي په مشرۍ چين ته سفر وکړي، دواړه خواوې به د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د مسئلو په هکله سلامشورو ته دوام ورکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای