CRI Online

ډونالډ ټرمپ په سينګاپور کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره ملاقات لغوه کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 16:18:57

د مې په ۲۴مه نېټه د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په پونګيري کې د ذروي ازمايښتي ډکر د له منځه وړلو څخه څو ساعتونه وروسته د امريکا سپينې ماڼۍ د ديموکراتيکې کوريا مشر کيم جونګ اون ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا ليږل شوی پيغام خپور کړ. ټرمپ په پيغام کې ويلي څرنګه چې په دې وروستۍ موده کې ديموکراتيکې کوريا خپله سخته غصه او پرانيستې دښمنۍ رويه څرګنده کړې ده، پريکړه يې وکړه چې هغه پلان لغوه کړي چې د جون په دوولسمه نېټه په سينګاپور کې له کيم جونګ اون سره ملاقات وکړي. ډونالډ ټرمپ وويل په دې وروستۍ موده کې د ديموکراتيکې کوريا لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې زه پريکړه کوم چې د جون په دوولسمه نېټه په سينګاپور کې د دغه هېواد له مشر سره د ليدنې پلان لغوه کړم. که څه هم د زياتو پيښو د رامنځته کېدلو شونتيا شته او په راتلونکې کې به ډېر فرصتونه پيدا شي، خو زما په اند دا د ديموکراتيکې کوريا حتې د ټولې نړۍ لپاره يوه لويه ستونزه ده.

ټرمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې يو ځل بيا له کيم جونګ اون سره د ليدنې د لغوه کولو اعلان وکړ او دا نظر يې څرګند کړ چې اوسمهال د دغې پلان شوې ليدنې تر سره کولو لپاره مساعد نه دی. هغه وويل دی به هيڅکله داسې چارې تر سره نه کړي چې د امريکا امنيت ته زيانونه ورسوي او د دغه هېواد ټينګ دريځ به وښيي. هغه په ځانګړې توګه په روان او راتلونکي کال کې د ملي دفاع لپاره ستره بوديجه ياده کړې ده. هغه وويل

د زياتو پيښو د رامنځته کېدلو شونتيا شته، نو امکان شته چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو تر منځ ليدنه به په راتلونکې يوه موده کې تر سره شي. موږ بايد انديښنه ونه کړو او په سمه توګه دغه چارې تر سره کړو.

ټرمپ وويل دی د ديموکراتيکې کوريا د فعالو خبرو اترو او فعاليتونو انتظار کوي او په همدې وخت کې به پر ديموکراتيکې کوريا د فشارونو اچولو تدبيرونه هم ونيسي. په همدې ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وويل ټرمپ په پرانيستې پيغام کې په واضحه توګه څرګنده کړه چې د امريکا په اند اوسمهال د ټرمپ او کيم جونګ اون تر منځ ليدنه به فعالې لاسته راوړنې تر لاسه نه کړي. هغه وويل په خوانيو څو ورځو کې مو تل د ديموکراتيکې کوريا د دولتي شورا د مشر کيم جونګ اون او زما تر منځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو له مخې کارونه تر سره کړی چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د ملاقات لپاره لازمې تياريانې مو نيولې، خو زموږ د پوښتنو په هکله دوی موږ ته ځوابونه نه دي راکړي.

د سنامجلس غړيو پر ټرمپ نيوکه وکړه چې امريکا د ياد ملاقات په اړه کافي تياريانې نه دې تر سره کړې، نو ليدنه يې لغوه وکړه. دا خبره پومپيو رد کړ او ويې ويل چې امريکا په پوره توګه تياری نيولی دی. د امريکا مرستيال ولسمشر ميچايل پنس د مې د ۲۴مې نيټې په غرمه سنامجلس ته تللی چې د ديموکراتيکې کوريا د ذروي مسئلې په شمول ځينې بدلونونه د سنامجلس غړيو ته يې ويلی دی. د امريکا د استازو جرګې مشر پاول ريان په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې امريکا بايد په مداومه توګه له ملګرو سره يو ځای په سوله ايزه توګه مسئلې حل کړي او پر ديموکراتيکې کوريا د سختو بنديزونو لګول ډېر مهم دی.

د واشنګتن پوست ورځپاڼې د خبر له مخې مخکې امريکا نورو هېوادونو ته داسي نښه خپره کړې وه چې امکان شته چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو تر منځ ليدنه وځنډيږي او دا انديښنې درلوده چې ملاقات به څرګندې لاسته راوړنې ونه لري. د امريکا يو پخواني مامور چې د ملاقات د تياريانو په کارونو کې برخمن و، ويلی چې امريکا او ديموکراتيکه کوريا د ګډې اعلاميې د لايحې په هکله ګډو نظريو ته نه ورسيدلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای