CRI Online

د م م امنيت شورا د پرېکړه ليک په تصويبولو سره هغه کړنه وغندله چې لوږې د جنګي وسيلې په توګه کارول کيږي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 16:43:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د امنيت شورا د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د ۲۴۱۷نمبر پرېکړه تصويب کړ او هغه کړنه يې وغندله چې لوږې د جنګي وسيلې په توګه استفاده کيږي.

په دې پرېکړه ليک کې راغلي چې په ځينو کشالو کې ملکيان له لوږې سره مخامخ شوي چې دا د جنګي لارو چارو په توګه کارول شوې کړنه ده.دغه پرېکړه ليک ياده کړنه وغندله او له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په خپل اداري چوکاټ کې د هغو عملونو پلټنه وکړي چې له اړوندو نړيوالو قوانينو څخه يې سرغړونه کړې ده .

په نړۍ کې هغه زياتره کسان چې د غلودانو حالت يې امن نه دی، او ۷۵ سلنه هغه پنځه کلن ماشومان چې د ودې حالت يې ښه نه دی،په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې اوس د وسله والو کشالو تر اغيزې لاندې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای