د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران د تسنيم نيوز اژانس د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه خبر ور کړ چې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره اخطار ور کړی چې که امريکا پر ايران باندې تېری وکړي ، نو نتيجه به سخته وي.
له دې نه مخکې د ايران لوړ پوړي مشر ايت الله خامنه يي ويلي و چې ايران بايد خپل دفاعي توان پياوړی کړي او د ايران د توغنديو په پلان کې دې د دښمنانو له لاسوهنې سره مقابله وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |