CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د امريکايي ولسمشر له خوا د ملاقات د لغوه کولو په هکله غبرګون ښودلی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 16:50:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په دې هکله چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هېواد له لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون سره د ملاقات د لغوه کولو اعلان وکړ،غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې د امريکا دغه پرېکړه په کوريا ټاپووزمه او حتی نړۍ کې د سولې او ثبات د ساتلو په هکله د نړيوالې ټولنې له هيلو څخه سرغړونه ده،خو ديموکراتيکه کوريا غواړي چې هر وخت په هر ډول د دې مسئلې د حل وفصل لپاره له امريکا سره ګډې هڅې وکړي.

د ديموکراتيکې کوريا د بهرنيو چارو وزارت لومړی مرستيال وزير کيم کوي ګوان د کيم جونګ اون تر عنوان لاندې د ډونالډ ټرمپ په پيغام کې هغه انګازه رده کړه چې ويلي و ديموکراتيکه کوريا د امريکا د يادې پرېکړې په هکله ډېره خپه شوه .هغه وويل چې له اوسني حالت څخه څرګنديږي چې دواړه خواوې د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي لپاره سرمشريز ملاقات ته اړتيا لري.هغه زياته کړه چې په کوريا ټاپووزمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره د ديموکراتيکې کوريا د هڅو موخه او اراده ټينګه ده او غواړي چې په خلاصه رويه امريکا ته وخت او فرصت ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای