د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م سرمنشي انتونيو ګوترېس د مې په ۲۴مه نېټه وويل چې م م به عمليات تر سره کړي څو چې د سوله ساتي عمليات لا خوندي او اغېزمن وي.
د مې ۲۹مه نېټه د م م د نړيوالو سوله ساتونکو له ورځې سره برابره ده.ګوتريس له دې مخکې کتبي وينا وکړه چې د م م تر بيرغ لاندې د څه د پاسه يو مليون نارينه او ښځينه سوله ساتونکو څخه مننه څرګنده کړه او څه د پاسه ۳۷۰۰ سوله ساتو ته چې په دې لاره کې يې ژوند قرباني کړي، مرستې ورکړې.
هغه وويل چې م م به د سوله ساتونکو عملياتو د لاخونديتوب او اغېزمنتوب لپاره تدبيرونه ونيسي څو په لاښه توګه به له ننګونو سره مقابله وکړي. په عين وخت کې به بشري حقونو ته د ودې ورکولو ، جنسي تبعيض او جنسي تېري مسئلو د حلولو په برخو کې د م م رول هم پياوړی شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |