CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت هيله وښودله چې امريکا او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د ډيالوګ او سلامشورې له لارې د پاملرنې وړ مسئلې حل کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 18:13:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د می په ۲۵مه نېټه د امريکا او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو د ناستې په اړه وويل، چې د دغو دوو هېوادونو د مشرانو ناسته به د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لپاره کليدي رول ولوبوي. چين هيله لري چې دواړه هېوادونه په مداومه توګه د ډيالوګ او سلامشورې له لارې د پاملرنې وړ مسئلو د حلولو او له دغه ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو د پروسې د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

د ډيموکراتيکې کوريا لخوا د پونګګيري د اټومي ازمويښتي مرکز د ويجاړولو د يادونې په وخت کې يې وويل، چې چين د دې هر کلی کوي. د ډيموکراتيکې کوريا دغه عمل له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لپاره يو مهم ګام دی، مثبت اغيز او اهميت لري. دغه عمل د درنښت او ستاينې وړ دی. چين هيله لري چې اړوندې خواوې به په يو لوري ګام پورته کړي او په مداومه توګه د ډيالوګ او سلامشورې له لارې دغه مسئله حل کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای